د افغانستان دایمي استازولي په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا ته د رسمي شکایت سپارلو سره، د پاکستان وروستي هوایي بریدونه پر ننگرهار او پکتیکا ولایتونو کې د ملي حاکمیت ښکاره نقض ګڼلي دي.
نصیراحمد فایق، د استازولۍ سرپرست، په خپل ایکس پاڼه کې ټینګار وکړ چې په دغه بریدونو کې ګڼ شمیر ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، وژل سوي یا ټپیان سوي دي. فایق لیکلي: «موږ د دغو سرغړونو د سمدستي بندېدو، د عاملانو د حساب ورکولو، د هېواد د ملي حاکمیت د درناوي، د ملګري ملتونه د منشور او د نړیوالو حقونو د بشپړ رعایت غوښتنه کوو.»
اسلامآباد ادعا کوي چې وروستیو هوايي بریدونو کې یې د ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې نیمه پوځي ځواکونه له منځه وړي دي، خو د طالبانو چارواکي راپور ورکوي چې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي، چې ۱۱ یې ماشومان دي، وژل سوي دي. دغه څرګند توپیر د دواړو خواوو د رسمي روایتونو تر منځ ژور واټن ښکاره کوي.
دغه ډيپلوماتیک اقدام سمدستي وروسته له هغه ترسره سو چې د پاکستان سفیر افغانستان ته راوغوښتل سو. د طالبانو د دفاع وزارت هم ژمنه کړې چې په دې اړه به «مناسب او سنجول سوی ځواب» ورکوي. دا څرګندونې د دواړو هېوادونو د اړیکو د موجوده کړکېچ ژورتیا په ډاګه کوي.
شمېرې ښايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له خوا په پاکستان کې له ۶۰۰ څخه زیات بریدونه ترسره سوي، چې زرګونه کسان پکښې وژل سوي او ټپیان سوي دي.
پاکستان وايي چې بريدونه يې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر پناه ځایونو هدفمند وو، خو ميداني شواهد ښايي چې استوګنځايونه او مذهبي ښوونځي بمبار سوي دي. دغه ډول چلند نه يوازې غيرنظاميان قرباني کوي، بلکې د غچ کړۍ نوره هم تقويه کوي او د سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کوي.
دا حالت د امريکا د مخکې له ۲۰۲۱ کال څخه د القاعده پر پناه ځایونو د حملو سره ورته دی؛ يو اړخيز اقدامات چې د ستونزې د حل پر ځای یي، کړکېچ ژور کړ.
سره له دې چې د پاکستان هوایي بریدونه د «خپل ځان د دفاع» په نوم بیان سوي، خو دوامداره حل لاره نوره هم لیرې سوې ده. د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ویلي چې دا د اسلامآباد د خپلو خلکو د ساتنې حق دی او خبرداری یې ورکړی که وینه توییدنه دوام وکړي، عاملان به د پولو بهر هدف وګرځول سي.
آصف دراني، په افغانستان کې د پاکستان پخواني استازی ، هم زياته کړه چې دغه عملیات افغان طالبانو ته «روښانه او سنجول سوی پيغام» و، او که اړتيا وي، پراخ بريدونه به هم ترسره سي. داسې ګواښونه چې انساني پايلو ته پام نه کوي، او د مستقيمې جګړې خطر زیاتوي. د دې سره، چې افغان طالبان د تیتیپی ملاتړ درول نه غواړي او اسلام آباد پر نظامي حل ټينګار کوي، راتلونکې وضعیت د کړکېچ د زياتوالي خوا ته روان دي .
د قطر او ترکيې پخوانۍ منځګړیتوبونه ناکام سوې دي او که په چلندونو کې بنسټيز بدلون رانسي، سيمه کېدای سي د يو نه ختمېدونکي متقابلو بريدونو په کړۍ بدله سي چې د جنوبي آسيا امنيت ته ګواښ پېښوي.
د دې کړکېچ څخه د وتلو لپاره، د دواړو خواوو ترمنځ د متقابل درناوي، عملي ژمنتيا پر بنسټ واقعي ديپلوماتيک چلند کولای سي لارښوونکې سي. ګډه پولهایزه څارنه، د ترهګرۍ په وړاندي د هدفمنده او همغږې مبارزې سره يو ځای، د کړکېچ د جوړېدو مخنيوي او سيمه کې د تل پاتې امن او ثبات راوستلو لپاره مؤثر او عملي تدبيرونه ګڼل کېږي.



