د کډوالو د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو او طالبانو همکاري

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په همکارۍ هڅه کوي د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو برابرولو او د هغوی د اداري چارو د اسانه کولو له لارې د کډوالو وضعیت ښه کړي.
د کډوالو د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو او طالبانو همکاري

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د حوت په ۳مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې محمد عبدالکبیر، د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر، په کابل کې د عرفات جمال، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مشر سره لیدنه کړې ده.

په دې غونډه کې دواړو لورو د راستنېدونکو لپاره د اړینو مرستو د برابرولو او د هغوی د اداري چارو د اسانتیا په اړه خبرې وکړې. عرفات جمال د کډوالو وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې تېر میلادي کال شاوخوا ۲.۲ میلیونه راستنېدونکو ته لازمې مرستې رسول سوې دي.

هغه همدارنګه د روان کال لپاره د کډوالو اړتیاوې او لومړیتوبونه تشریح کړل او ټینګار یې وکړ چې راتلونکي پروګرامونه به د همدې اړتیاوو پر بنسټ برابر سي.

محمد عبدالکبیر هم د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو او ملاتړ ستاینه وکړه او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې د دولتي ادارو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x