د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د تېرې شپې هوايي بريدونو ته، چې د ننګرهار او پکتيکا د ولايتونو په ځينو سيمو کې ترسره سوي، په غبرګون کې ويلي چې «په مناسب وخت کې به دې بريدونو ته حساب سوی ځواب ورکړل سي.»
د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:
«پر ملکي او ديني مرکزونو هدفي بريدونه د پاکستان د پوځ د استخباراتي او امنيتي ناکاميو څرګند ثبوت دی، او دا ډول پرلهپسې تېري به هېڅکله د دوی کورنۍ ناکامۍ پټې نه کړي.»
د طالبانو د دفاع وزارت د دې بريدونو د قربانيانو په اړه ويلي چې په دغو بريدونو کې «لسګونو تنو» د ښځو او ماشومانو په ګډون خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت په دې اعلاميه کې د پاکستان هوايي بريدونه د افغانستان د ملي قلمرو ښکاره نقض او جنايت بللي او همدارنګه يې دا کار د نړيوالو قوانينو، د ګاونډيتوب د اصولو او اسلامي ارزښتونو څخه ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تر دې وړاندې تاييد کړې وه چې د خپل هېواد په خاوره کې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې يې د افغانستان د ختيځو سرحدي سيمو په ځينو برخو کې د توندلارو ډلو پورې تړلي څو هدفونه د هوايي بريدونو له لارې په نښه کړي دي.



