د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره له درنو هوايي بريدونو وروسته، د دغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې تېره شپه د افغانستان په ځينو برخو، په ځانګړي ډول د ننګرهار او پکتیکا ولايتونو کې، د ټيټيپي او د داعش خراسان څانګې اړوند پټنځایونه په نښه سوي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې دغه بريدونه «غچ اخيستونکي» وو او په اسلامآباد کې د شيعه ګانو پر مسجد د ځانمرګو بريدونو، همدارنګه په باجور او بانو سيمو کې د موټر بم او نورو وروستيو بريدونو په ځواب کې ترسره سوي دي.
ويل کیږي چې په پاکستان کې د دغو بريدونو مسؤليت تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخيستی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زياته کړې چې يادې ډلې د افغانستان په خاوره کې مېشتې دي، او ادعا يې کړې چې په پاکستان کې وروستي بريدونه هم «په افغانستان کې د دوی د مشرانو او سمبالوونکو په لارښوونه» ترسره سوي دي.
دغه وزارت ټينګار کړی چې پاکستان څو ځله د افغانستان د طالبانو څخه غوښتي چې د افغانستان له خاورې د دغو ډلو له لوري د پاکستان پر ضد د فعاليت مخه ونيسي؛ خو د دوی په وينا، طالبانو تر اوسه د دغو ډلو پر ضد هیڅ «بنسټيز ګام» نه دی پورته کړي.



