د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ ذبيحالله مجاهد د طالبانو ویاند ادعا کړي چې د پاکستان د تیری شپې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د افغانستان د خاوري په ځینو برخو کې په ځانګړی توګه د ننگرهار او پکتیکا په ولايتونو کې لسګونه تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل سوي او ټپي سوي دي.
ذبيحالله مجاهد پرته له دې چې کره شمېر ورکړي، په خپل ایکس پاڼه کې ليکلي چې دغه بريدونه د «پاکستان ځانګړو پوځي کړیو» لخوا ترسره سوي او «ملکي وګړي » د دې بمبارونو نښه ګرځېدلي ده.
هغه زياته کړې چې د پاکستان پوځي جنرالان د دې هېواد دننه د امنيتي کمزورتيا جبران په دې ډول بريدونو سره کوي.
په مقابل کې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت تر دې وړاندې تاييد کړې وه چې د خپل هېواد په خاوره د وروستيو بريدونو په غبرګون کې يې د افغانستان د ختيځو سرحدي سيمو څو هدفونه، چې د توندلارو او ویره خپرونکو ډلو پورې تړلي وو، په هوايي بريدونو سره په نښه کړي دي.
تر دې وړاندې هم ملي او سيمه ييزو سرچينو د ننگرهار او پکتیکا ولايتونو په ځينو برخو کې د بريدونو راپورونه ورکړي وو.



