په روزګان کې د ۳۰ میلیونو امریکایی ډالرو په لګښت د ۵۰ کیلومتره سړک د رغول چارې پیل شوې

په روزګان کې د ۳۰ میلیونو امریکایی ډالرو په لګښت د ۵۰ کیلومتره سړک د رغول چارې پیل شوې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ټولګټو چارو وزارت حقوقي مشاور مولوي اغاجان سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ټولګټو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دی، څو د هېواد ټولې غځېدلې لارې په پاخه او اساسي ډول ورغوي.

ورته مهال د صدیق نور افغان ساختماني شرکت مسوول حکیم الله چې د دغه سړک د رغولو چارې پرمخ وړي وویل، چي دغه سړک د ۵۰ کلیومتره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، چې په کې یو لوی پُل، ۱۲۳ کوچني پُلګوټي هم شامل دي، چې د ۲۲ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کندهار – روزګان ترمنځ د غځېدلې لارې د جوړېدو چارې هم پیل شوې وې.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د کډوالو وزیر: د کډوالو د راستنیدو لپاره په هیواد کې دننه اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x