د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې ژمی د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د ماشومانو لپاره ډېر ستونزمن او ستړي کوونکي دي .
یونیسف د حوت د میاشتې په دوهمه نېټه، په خپله اېکس پاڼې کې لیکلي چې ګڼ شمېر ماشومان په افغانستان کې له سختي خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په بیلابیلو سیمو کې لسګونه زره ماشومان د خوراکي توکو او مناسبې تغذیې کمښت سره مخ دي او بیړنیو بشري او تغذیوي مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې د کړکیچ د کمولو او د ماشومانو د ساتنې لپاره بیړنې ګامونه پورته کړي.
د دې راپور پر بنسټ، د یونیسف د اړیکو د برخې مشر، دانیل تیمه، نورستان ولایت ته خپل سفر کې ویلي چې په ډېرو مواردو کې کورنۍ کافي خوراکي توکي نه لري. هغه زیاته کړې چې په دې ولایت کې ګڼ شمېر ماشومان له سختي خوارځواکۍ سره مخ دي.
یونیسف اعلان کړی چې په نورستان ولایت کې یې اړمنو کورنیو ته نقدي مرستې، خوراکي توکي او د ژمي جامې ويشلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړی چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له سخت کړکیچ سره مخ دی، او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله میلیونونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له خوراکي توکو او درملنې څخه بې برخې پاتې سوي دي.



