د فبرورۍ په ۲۱مه، د مورني ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي بنسټ (یونسکو) ویلي دي چې د ژبو د ورځ تر بلې له منځه تلو له امله د نړۍ د ژبو بیلابیلوالي په پراخه توګه له ګواښ سره مخامخ سوی دی او د ژبو د ساتنې او څو ژبني زدهکړو د پیاوړتیا لپاره بیړنې اقداماتو ته اړتیا ده.
یونسکو په خپل اعلامیه کې ویلي دي چې د فرهنګي او ژبني بیلابیلوالي ارزښت د باثباته ټولنو لپاره ډېر زیات دی، او دغه بنسټ هڅه کوي چې هغه فرهنګي او ژبني توپیرونه وساتي چې د زغم او متقابل درناوي د پیاوړتیا سبب ګرځي.
د اعلامیې پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې ۴۰ سلنه وګړي د خپلې مورني ژبې په ژبه زدهکړو ته لاسرسی نه لري. سره له دې، په ځانګړې توګه د لومړنیو زدهکړو په کچه، د څو ژبني زدهکړو په برخه کې پرمختګونه روان دي.
خالد العناني، د یونسکو عمومي رییس ویلي دي: «یونسکو د حل لارو په مرکز کې ځوانان ځای پر ځای کوي او د ژبو د لیږد په برخه کې پانګونې ته اړتیا لري؛ ځکه ژبنی بیلابیلوالي د سولې، کرامت او ګډون ستنه ده او هېڅ غږ باید د بشریت له کیسې غائب نه وي.»
افغانستان هم یو څو ژبنی او څو فرهنګي هېواد دی، خو د طالبانو د واکمنۍ ته تر بیا رسیدو وروسته، دغه ژبنی او فرهنګي بیلابیلوالي له پخواني وخت څخه زیات له ګواښ سره مخ سوې دي.
فبرورۍ ۲۱مه د مورني ژبې نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ د یونسکو په عمومي کنفرانس په ۱۹۹۹ کال کې تصویب سوه او له ۲۰۰۰ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.



