د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ محمد صادق، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د افغانستان او منځنۍ اسیا د بینالدولتي همغږۍ ادارې د غونډې د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه غونډه د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا پر موضوعاتو راڅرخېده .
محمد صادق د جمعې په ورځ په خپل رسمي اېکس پاڼه کې لیکلي چې د «افغانستان–منځنۍ اسیا د بینالدولتي همغږۍ مرکزي ډلې» غونډه کړې او د پاکستان اړیکې د منځنۍ له اسیا هېوادونو سره، د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا له سره ارزول سوې دي.
محمد صادق زیاته کړې چې په دې غونډه کې د پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو اړیکې د سوداګرۍ، ترانزیټ او د پانګونې د فرصتونو پر پراختیا باندې بحث سوې دی. د هغه په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او مخابراتو وزارتونو لوړپوړو چارواکو هم په دې ناسته کې ګډون کړی و.
دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې له څلورو میاشتو څخه زیاتې مودې راهیسې درېدلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ مهم ترانزیټي لارې لا هم تړلې پاتې دي.
اقتصادي کارپوهان وایي چې د اسلام اباد ټینګار پر منځنۍ اسیا ښايي د دې هېواد د هغې تګلارې برخه وي چې غواړي د افغانستان سره په کړکیچونو شرایطو کې خپلې سوداګریزې لارې بیلابیلې کړي.



