د ملي مقاومت جبهه: مبارزه دوام لري

حسیب پنجشیري، د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې قوماندان، د تېرو نښتو یوه ویډیو خپره کړې او په دې سره یې د طالبانو په ضد د دې جبهې د مبارزې په دوام ټینګار کړی او د قربانیانو یاد یې لمانځلې دي.
د ملي مقاومت جبهه: مبارزه دوام لري

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ حسیب پنجشیري ، د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې قوماندان ، د طالبانو سره د تېرو نښتو د ویډیو په خپرولو سره بیا د دې جبهې د مبارزې د دوام یادونه وکړه.

پنجشیري د ويډيو په څنګ کې په خپل پیغام کې لیکلي: «شهداء زموږ سرې کرښې دي؛ د هغوی لاره دوام لري او د هغوی هیلې ژر یا وروسته هرومرو عملي کېږي.»

حسیب پنجشیري د خپلې پیغام په ترڅ کې پرته له دې چې د میدان وروستي وضعیت ته اشاره وکړي، د مبارزې په دوام ټینګار کړی او د جبهې د قربانیانو یاد یې لمانځلې دي.

دغه ویډیو د وسله‌والو نښتو، د ځواکونو د لیږدولو صحنه په غرنیو سیمو کې او د تېرو نښتو ځینې منظرې ښايي. د دې صحنو دقیق وخت او ځای په خپلواکه ډول نه سي تاییدېدلی، خو ښکاري چې د هېواد په شمال ختیځ کې د وروستیو کلونو نښتو پورې اړه لري.

د ملي مقاومت جبهه د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۱ کال کې جوړه سوه. له هغه وخت راهیسې، راپورونه د دې جبهې او طالبانو ترمنځ د بېلابیلو نښتو، په ځانګړي توګه په پنجشیر او د ځینو ولایتونو په ولسوالیو لکه تخار، بغلان او بدخشان کې خپاره سوي دي.

طالبانو مخکې اعلان کړی و چې د هېواد بشپړ کنټرول په لاس کې لري او د حکومت پر ضد هر ډول وسله‌واله فعالیتونه ځپلای سي. تر اوسه د ملي مقاومت د جبهې د قوماندان د تازه خپره سوې ویډیو په اړه د طالبانو چارواکو رسمي غبرګون نه دی څرګند کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x