د پاکستان یو شمېر دینی علماوو د چهارشنبې په ورځ په بلوچستان ایالت په یوې غونډي کې اعلان وکړ چې ځینې بهرني ځواکونه هڅه کوي چې د مسلمان هېوادونو ترمنځ بېباوري، کرکه او شخړې رامنځته کړي څو د سیمې همغږي ګډوډه کړي او پاکستان، افغانستان او ایران بېثباته کړي.
د دغه علماو په وینا، د بلوچستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اشاره، هغوی ټینګار وکړ چې جګړه او تاوتریخوالی د موجودو ستونزو حل لاره نه ده. هغوی غوښتنه وکړه چې د دې ایالت د مسایلو د سولهییز حل لپاره د ټولو اړخونو، په شمول د پاکستان فدرالي حکومت، ترمنځ پراخې خبرې اترې وسي.
په ګډه خبري غونډه کې چې د «په بلوچستان کې د سولې بیرته راوړل او د باور جوړونه؛ د علماو او مشایخو بنسټیز مسؤلیتونه» کنفرانس ترسره سو، ډاکټر عطاءالرحمن، محمد جمعه اسدي، انورالحق حقاني او عبدالرحمن نورزي ټینګار وکړ چې دایمي سوله د عدالت، منځګړیتوب او ملي هوکړي په شتون پورې تړلې دي، نه د زور په کارولو.
هغوی همداراز له پاکستاني حکومت وغوښتل چې د ورک سوو کسانو د قضیو په اړه شفافې او ټول اړخیزې څېړنې وکړي. د دوی په وینا، هغه کسان چې جرم ترسره کړی وي باید په علني محاکمو کې محکوم سي، او بېګناه کسان باید سمدستي ازاد سي.
دغه دیني شخصیتونو وویل چې د بلوچستان مخکښ علما او مشایخ چمتووالی لري هر ډول مسؤلیت ومني چې د دې ایالت د سولې او ثبات د بیا راوستلو لپاره ورته سپارل کېږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان چارواکو څو ځل د افغانستان پر طالبانو تور پورې کړی دی چې د بلوڅ د ازادۍ غورځنګ غړو او همدارنګه د پاکستان تحریک طالبان ته پناه ورکوي.
خو طالبان دغه تورونه رد کړي او ویلي یي دي چې اجازه نه ورکوي کومه ډله د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول سي.
په دې حال کې ، د پاکستان چارواکو له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانستان په خاوره کې د حکومت مخالفو ډلو د خوندي پناه ځایونو پر وړاندې اقدام وکړي او د پولې هغې غاړې څخه د پاکستان پر ضد د بریدونو د تنظیم مخه ونیسي.



