د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۰۰ څخه زیات د افغان وګړو آزادېدل

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې تېره اونۍ ۲۱۴ افغانان د پاکستان له بیلابېلو زندانونو څخه آزاد سوي او هېواد ته راستانه سي دي.
د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۰۰ څخه زیات د افغان وګړو آزادېدل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه (۳۰ دلو) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې تېره اوونۍ ۲۱۴ افغان  وګړي د پاکستان له زندانونو څخه آزاد سوي او هېواد ته راستانه سوي دي.

د دې وزارت په خپره سوې خبرپاڼه کې ویل سوي چې د آزاد  سویو کسانو د بند موده له یوه ورځې تر دوه میاشتو پورې وه. مخکې له دې هم د طالبانو د قونسلګرۍ مشر  په کراچۍ کې ویلي وو چې یوازې د دې اونۍ  په دوه ورځو کې ۳۱۴ وګړي د سند ایالت له زندانونو آزاد  سوي دي.

عبدالجبار تخاري په وینا؛ په آزاد  سویو وګړو  کې ښځې او ماشومان هم شامل دي،  نوموړی په خپل غږیز پیغام کې ټینګار وکړ چې لا هم ۶۲ افغانان، چې له دې ډلې ۱۲ ماشومان دي، د پاکستان د سند په ایالت کې زنداني دي. په داسې حال کې چې تل د افغانستان د زنداني سویو وګړو  د وضعیت په اړه  نیوکې کېږي، په ځانګړي توګه د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته. ځینې کارپوهان وايي، د مشروع حکومت نشتوالی او د چارواکو د مسؤلیت نه ترسره کول د دې لاملونه دي چې افغان زندانیان په نورو هېوادونو کې په بې‌ثباتۍ کې پاتې کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x