په مسکو کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ دیپلوماتیکه خبرې اترې

په مسکو کې د طالبانو د سفارت مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د دې ډلې سفیر په مسکو کې د ازبکستان له سفیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو په اړه یي خبرې اترې وکړې.
په مسکو کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ دیپلوماتیکه خبرې اترې

په مسکو کې د طالبانو د سفارت  مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (۳۰ دلو) اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر په مسکو کې د ازبکستان له سفیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکارۍ په اړه یې خبرې اترې وکړې.

په مسکو کی د طالبانو د سفارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ګل حسن حسن، د طالبانو سفیر په مسکو کې د تورجان زاکرویچ اسدوف، د ازبکستان سفیر سره لیدنه کړي ده.

د دې خبرپاڼې له مخې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکارۍ، ترانزیتي مسایلو او سیمه‌ییزو تعاملاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

په دې لیدنه کې د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا اړتیا باندي ټینګار سوی او ویل سوي چې د افغانستان وضعیت باید د واقعي شرایطو په پام کې نیولو او په مثبت لید سره وڅېړل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x