د پاکستان د دفاع وزیر  اعتراف : د افغانستان کړکیچ د اسلام‌آباد د پخوانیو سیاستونو پایله ده

خواجه آصف، د پاکستان د دفاع وزیر، اعلان کړی دي چې د افغانستان اوسنی کړکیچ د هغو کړنو پایله ده چې اسلام‌آباد یې په ۱۹۸۰مو کلونو او همدارنګه ١١ د سپټمبر له پېښو وروسته يي ترسره کړې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر  اعتراف : د افغانستان کړکیچ د اسلام‌آباد د پخوانیو سیاستونو پایله ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ خواجه آصف، د پاکستان د دفاع وزیر، اعلان کړی دي چې د افغانستان اوسنی کړکیچ د هغو کړنو پایله ده چې اسلام‌آباد یې په ۱۹۸۰مو کلونو او همدارنګه ١١ د سپټمبر له پېښو وروسته يي ترسره کړې دي .

خواجه آصف د مونشن د امنیتي غونډې په څنډه کې د دویچه وله سره په خبرو کې وویل چې څوک په مستقیم ډول مسوول نه ګڼي، ځکه چې د هغه په باور د کابل اوسني وضعیت د هغو سیاستونو پایله ده چې پاکستان په اتیايمه لسیزه کې او د ۱۱ سپټمبر وروسته څارلي وي.

د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه د طالبانو سره د وروستیو کړکېچونو په اړه هندوستان په دې تورن کړ چې د خپل هېواد د لوېدیځو سرحدونو په ناامنیو کې لاس لري. د هغه په وینا، اسلام‌آباد داسې شواهد لري چې ښايي د پاکستان د لوېدیځو سرحدونو پېښې د هندوستان په ملاتړ ترسره کېږي او اوس مهال د دهلي نو او کابل اړیکې ډېرې نږدې دي.

د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو او د پاکستان د دولت ترمنځ د وژونکو پوله‌ایزو شخړو وروسته، د دواړو لورو اړیکې خورا خرابې سوې دي. اسلام‌آباد ادعا کوي چې د بلوچ جلاوطنه نیمه پوځي ځواک  او د تحریک طالبان پاکستان غړي د هند او طالبانو ملاتړ لري او ځینې د دغو ډلو مشران په افغانستان کې شتون لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x