د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پر پوله د وروستیو ناامنیو او د پاکستاني چارواکو د دې ادعاوو په ترڅ کې چې د ترهګرو ریښه په افغانستان کې ده، سیاسي شنونکي خبرداری ورکوي چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د وسلوالو ډلو دوامداره فعالیتونه نه یوازې د افغانستان کورنی امنیت ګواښي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو ثبات هم له ننګونو سره مخ کوي. په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي ځان له ترهګرو ډلو جلا وښايي، کارپوهان باور لري چې د دې ډلې کړنې لا هم په سیمه کې د پراخې ناامنۍ لامل سوې دي.
نجیب الرحمن شمال، د سیاسي چارو شنونکي، له معمار خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو هڅې د ترهګرو ډلو له نوملړه د خپل نوم ایستلو لپاره تر اوسه ناکامې پاتې سوې دي.
هغه زیاته کړې چې طالبانو د ترهګرو په روزنه او د افراطي ډلو په پیاوړتیا سره، نه یوازې د افغانستان کورنی امنیت ګواښلی، بلکې ګاونډي هېوادونه یې هم له ناامنۍ سره مخ کړي دي.
د هغه په وینا، د تاجیکستان پر پوله وروستي ګواښونه د طالبانو د کړنو یوه بېلګه ده، او یاد هېواد د افغانستان له خاورې څخه د رامنځته کېدونکو خطرونو د مخنیوي لپاره خپلې پولې په بېساري ډول تر سخت کنټرول لاندې راوستې دي.
نجیب شمال همدارنګه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ناامني او د ترهګرو ډلو فعالیتونه کولای سي د سیمې پر امنیت پراخ اغېز ولري، او ګاونډي هېوادونه هم د ترهګرو د لېږد او د وسلو د قاچاق له ګواښ سره مخ دي.
ښاغلي شمال ټینګار کړی چې که د وسلوالو ډلو د کنټرول او د ترهګرو شبکو د ودې د مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه پورته نه سي، نو نه یوازې د افغانستان امنیت، بلکې د ټولې سیمې ثبات به له خطر سره مخ سي.
دا شننه په داسې حال کې وړاندې کیږي چې نړیوالې ټولنې څو ځله د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو فعالیتونو د کارونې په اړه خبرداری ورکړی او د وسلوالو ډلو د کنټرولو او د ګاونډیو هېوادونو د امنیت د تضمین لپاره یې د طالبانو پر بیړنیو اقداماتو ټینګار کړي دي .



