د افغانستان د آزادۍ جبهې د روژې په میاشت کې د خپلو عملیاتو د ځنډولو خبر ورکړ 

افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې خپل نظامي عملیات د چهارشنبې، د ۲۹ دلو، څخه تر کوچنی اختر پورې په یو اړخیز ډول دروي .
د افغانستان د آزادۍ جبهې د روژې په میاشت کې د خپلو عملیاتو د ځنډولو خبر ورکړ 

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان کړی چې د روژې میاشتې په جریان کې به خپل نظامي عملیاتونه په یو اړخیز ډول دروي.

دغه جبهې د چهارشنبه په ورځ ، د ۲۹ دلو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پرېکړه د نن ورځې څخه تر د کوچني  اختر  پورې دوام لري او موخه یې د روژې میاشتې درناوی او د روژه لرونکو ښاریانو د آرامتیا تأمین بلل سوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نظامي عملیاتو درول مشروط دي او یوازې په هغه صورت کې به دوام وکړي چې د جبهې پوستې او ځواکونه د مستقیم برید یا ګواښ سره مخ نسي.

د آزادۍ جبهې همدارنګه خبرداری ورکړی چې که طالبان د جګړي  هڅوونکي کړنې ترسره کړي، لکه خلکو، په ځانګړې توګه د  ښځو ځورول او تاوتریخوالي ، د جبهې ځواکونه به انتقامي او د مخنیوي اقدامات ترسره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x