د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ ملګري ملتونو او اروپایي اتحادیې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي، د زیانمنو او اړتیا لرونکو کورنیو په ملاتړ ټینګار کړي دي .
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) د روژې میاشتې د مبارکۍ پیغام د افغانستان وګړو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ورکړی او ټینګار یې کړی چې په دې میاشت او د کال په اوږدو کې به د افغانستان وګړو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ هم هیله څرګنده کړې چې د روژې میاشت دې د افغانستان خلکو ته سوله، برکت او نوې هیله له ځان سره راوړي.
هممهاله، اروپایي اتحادیې هم د روژې د مياشتي مبارکي د افغانستان وګړو ته ویلي او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ غوښتنه يي کړې ده. دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې روژه د مرستې او یووالي وخت دی او خلک باید لاس د اړمنو کسانو د مرستې لپاره اوږد کړي، څو د ټولنې تر ټولو زیانمنو وګړو ملاتړ وسي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د سخت اقتصادي کړکیچ او لوږې سره مخ دی او په روژه کې اړتیا لرونکي وګړي د اقتصادي ستونزو او د لومړنیو توکو د لوړي بيې له امله له لا زیاتو ننګونو سره مخ کیږي.



