د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو سره په یوه همغږۍ ناسته کې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵ کال مالي مرستې ارزول سوي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې په بنسټ په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ټولټال یو میلیارد او ۹ میلیونه ډالره مرستې افغانستان ته ځانګړې سوې، چې له دې څخه ۵۹۰ میلیونه ډالر په پروژو کې مصرف سوي او پاتې برخه د معاشونو، امتیازاتو، اداري لګښتونو، تجهیزاتو او شتمنیو لپاره په نظر کې نیول سوې ده.
په دې ناسته کې چې د سه شنبې په ورځ ترسره سوه، د یوناما مرستندویه ځانګړې استازي اندریکا رتواته، د ملګرو ملتونو د دفترونو مشران، د اروپایي اتحادیې استازي او د یو شمېر نړیوالو ادارو استازي ګډون درلود. د خبرپاڼې له مخي د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او نورو نړیوالو ادارو د همکارۍ قدرداني یی کړي چي په سختو کلونو کې يي د افغانستان د خلکو ملاتړ کړي دي.
نوموړي ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او اقلیمي ستونزو سره مخ سوي و. د هغه په وینا، د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پیښو پایلې، د ګاونډیو هېوادونو څخه د دوه میلیونه څخه زیات د جبري کډوالو ایستل، دوامداره بندیزونه، د هېواد د ارزي زیرمو تړل او د پراختیايي او بشري مرستو په کمښت کې، د زیانمنو طبقاتو د ژوند وضعیت په مستقیم ډول اغیزمن کړی دی.
د حنیف په وینا د دې ستونزو سره سره، د تیر کال په پرتله د اقتصادي ثبات او ودې د ساتلو لپاره اقدامات ترسره سوي دي. دغه اقدامات د اقتصادي مدیریت ښهوالی، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، په دندې جوړونکو برخو کې د پانګونې پراختیا، د خصوصي سکتور ملاتړ، د شرکتونو د فعالیت لپاره اسانتیاوې، د اسعارو د نرخ ثبات، د صادراتو زیاتوالی، د ملي زیربنايي پروژو پلي کول، د انفلاسیون کنټرول او د داخلي عوایدو لوړوالی شامل دي.
په خبرپاڼه کې ویل سوي چې د دې هڅو ترڅنګ، ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو بیړنیو اړتیاو ته په ځواب کې مهم رول لوبولی دی.
همدارنګه، د اوچا د احصایې پر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې د بشري مرستو کچه د تیر کال په پرتله په څرګنده توګه کمه سوې ده. د دې احصایې له مخې، له ټولو ۲.۴ میلیارد ډالرو مالي اړتیاوو څخه یوازې ۳۶٪، چې معادل ۸۷۰ میلیونه ډالر کیږي، برابر سوي دي. تر اوسه د ملګرو ملتونو ادارو د دې ناستې په اړه غبرګون نه دی څرګند کړي .



