طالبانو په نظامي چمتوالي او د مسلمانانو د عزت په ساتنې ټینګار وکړ

د طالبانو د اردو قوماندان اعلان وکړ چې د هغو کسانو په وړاندې چمتووالی او وسلې برابرول چې د مسلمانانو یووالي او عزت نه سي زغملای، د مؤمنانو لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
طالبانو په نظامي چمتوالي او د مسلمانانو د عزت په ساتنې ټینګار وکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛د طالبانو د اردو قوماندان اعلان وکړ چې د هغو کسانو په وړاندې چمتووالی او وسلې برابرول چې د مسلمانانو یووالي او عزت نه سي زغملای، د مؤمنانو لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.

د طالبانو د دفاع وزارت پرون (۲۸ دلو) په یوه خبرپاڼه کې راپور ورکړ چې فصیح‌الدین فطرت، د دې ډلې د اردو قوماندان، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د غړو د فراغت په مراسمو کې وینا کړي ده .

فطرت په دې مراسمو کې وویل: «د کفارو په وړاندې چمتووالی او د وسلو برابرول  پر مسلمانانو فرض دی او مؤمنان په دې مکلف سوي دي.»

هغه همداراز ټینګار وکړ: «چمتووالی د هغو کسانو په وړاندې چې د اسلامي نظام یووالي، اتفاق، وقار او د مسلمانانو عزت او عظمت نه سي زغملای، یوه اړینه مسئله ده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې طالبان د خپلو نظامي ځواکونو د پیاوړتیا او په افغانستان او سیمه کې د خپل دریځ په ساتنې ټینګار کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x