د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ هیلاري کلینتون په وروستی مقاله کې لیکلي چې د ښځو پر ضد تر ټولو افراطي بېلګه نن په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې لیدل کیږي او د ښځو له ټولنې څخه لیرې کول د دې ډلې د واک ته د بیا راستنیدو لومړني اقدامات څخه وو.
د کلینتون مقاله «د ښځو حقونه، دیموکراتیک حقونه دي» تر عنوان لاندې په امریکایي مجله فارن افیرز کې خپره سوې، د ښځو ځپنه او په نړیواله ثبات او دیموکراسي یی د هغي اغېزې ارزولي دي.
نوموړي لیکلي چې د طالبانو د ۲۰۲۱ کال د واک ته د بیا راستنیدو وروسته، انجونې له ښوونځي محرومې سوې او ښځې له پوهنتونونو، دولتي دندو او له کور څخه بهر فعالیتونو څخه لیرې سوې. دا کړنې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په پلمه ترسره کیږي، حال دا چې په ډیرو هیوادونو کې اسلام او دیموکراسي یو ځای شتون لري.
کلینتون ټینګار کړی چې د دغسې تګلارو اصلي موخه د ښځو د معلوماتو، عاید او سیاسي نفوذ محدودول دي او په پایله کې د ټولنیز نیمایي نفوس د حذف له لارې واک ټینګول دي.
کلینتون خبرداری ورکړی چې واک پالونکي مشران په نورو هیوادونو کې هم د ښځو د حقونو د محدودولو دغه نمونه څاري . په دې مقاله کې د ایران، چین، پولنډ او روسیې یادونه سوې چې په خبره يي دغه هېوادونو کې د ښځو ټولنیز رول محدودیږی.
کلینتون همداراز ادعا کړې چې واک پالونکي واکمنان ، پرته له دې چې د سیاسي یا نظریوي توپیرونو لرونکي وي، د ښځو د حقونو پر وړاندې دښمنۍ کې ګډ دي، او د ښځو د حقونو وضعیت د هر هېواد د ډیموکراسۍ د سالم یا کمزوري والي لومړنی نښه ګڼل کېږي.
د مقالې په بله برخه کې، کلینتون ولادیمیر پوتین «د واکمنۍ په نظام کې د نارینه واکمنۍ څرګند خپرونکی » بللی او ادعا یی کړې چې هغه د ډیموکراتیکو تړونونو او د قواعدو پر بنسټ د نړيوال نظم د کمزورۍ هڅه کوي.
د کلینتون په باور، د ښځو د حقونو او فرصتونو محدودول یوه ناڅاپي کړنه نه ده، بلکې د واک د تمرکز او د ډیموکراتیکو بنسټونو د کمزورۍ لپاره یوه پلان سوې پروسه ده.




