د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د برلین په نړیواله غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت مطرح کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي او د طالبانو په رسمیت پېژندنې څخه ډډه وکړي.
د «ورلد فورم ۲۰۲۶» نړیوال کنفرانس د فبرورۍ له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې په برلین کې ترسره سو. دا غونډه د ډیموکراسۍ، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکې په اړه د بحث لپاره جوړه سوې وه او لسګونه سیاستوال او د بشري حقونو فعالان پکښې ګډونوال وو.
د ګډونوالو په منځ کې ځیني څېرې لکه هیلاري کلینتون، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي او د بشري حقونو فعالان حضور درلود.
له افغانستان څخه هم یو شمېر څېرې ګډونوالې وې، چې پکښې منیژه باختری، په اتریش کې د افغانستان سفیره، سیما سمر، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره، زهرا جویا، پروانه ابراهیمخیل نجرابی او ظریفه غفاری، د میدان وردګو پخوانۍ والي، شاملې وې.
پروانه ابراهیمخیل نجرابي په یوه مرکه کې وویل چې دوی د افغانستان ناوړه وضعیت په بېلابېلو برخو کې مطرح کړی دی. هغې زیاته کړه چې نړیوالې ټولنې په عملي ډول د افغان ښځو د کړاو او ځپنې پر وړاندې سترګې پټې کړې دي او د آزادۍ او ډیموکراسۍ موضوع څنډي ته تللې ده.
د هغې په وینا، افغان ګډونوالو د بېلابېلو هېوادونو له استازو وغوښتل چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او د سیمې د ځینو هېوادونو له لوري له دې ډلې سره د اړیکو د پراخېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.
د «ورلد فورم ۲۰۲۶» نړیوال کنفرانس د نړیوالو ننګونو، لکه د مصنوعي ځیرکتیا د مقرراتو، د ډیموکراسۍ د ګواښونو او د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې په موخه جوړ سو او د پرانیستې مراسم هم د بیل کلینتون او هیلاري کلینتون په حضور کې ترسره سول .




