د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ د مرکزي آسیا هېوادونو د افغانستان په چارو کې د ځانګړو استازو د تماس ډلې بېړنۍ غونډه د دلو په ۲۷مه د آستانې په ښار کې ، د قزاقستان په پلازمېنه کې ترسره سوه. په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان استازو ګډون کړی و.
د آستانه ټایمز د راپور له مخې، د مرکزي آسیا د هېوادونو استازو د سیمهییز تماس ډلې د بېړنۍ غونډه په څنډه کې چې د آستانې په ښار کې جوړه سوې وه ویلي چې دوی د افغانستان په تړاو د یوې ګدي تګلارې په لټه کې دي. هغوی ټینګار کړی چې نور افغانستان یوازې د ګواښ په توګه نه ارزوي، بلکې د سویلي آسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره یې یو فرصت ګڼي.
یرکین توکوموف، د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، وویل چې دغه غونډه ستراتیژیک ارزښت لري او موخه یې دا ده چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان په اړه ګډ دریځ غوره کړي.
هغه زیاته کړه چې د غونډې په اجنډا کې سوداګریز او اقتصادي اړیکې، ترانزیټي موضوعات او د سیمهییزو چلندونو همغږي شامله وه. د توکوموف په وینا، قزاقستان د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو په سوداګریزو، اقتصادي او بشردوستانه برخو کې له افغانستان سره تعامل لري.
توکوموف افغانستان چې شاوخوا ۴۵ میلیونه نفوس لري، یو «هېله بښونکی» بازار وباله او دا یې د مرکزي آسیا او سویلي آسیا ترمنځ مهم ترانزیټي دهلېز وګڼي. خو هغه په افغانستان کې د اغېزمنې رېل پټلۍ د نشتوالي ستونزه د همکاریو د پراختیا له مهمو خنډونو څخه وبلله.
هغه زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه د هند سمندر او د هند بندرونو ته د خوندي لاسرسي لپاره پایدارو ترانزیټي لارو ته اړتیا لري، او افغانستان په دې برخه کې مهم رول لوبولی سي.
په همدې حال کې، تورداکون سیدیکوف، په افغانستان کې د قرغیزستان سفیر، وویل چې اصلي تمرکز د سوداګریزو، اقتصادي او ترانسپورتي پروژو پر پلي کېدو دی، چې کولی سي د افغانستان او سیمې لپاره د باثباته راتلونکې بنسټ کېږدي.
همدارنګه اسماعیلالله ارگاشف، د افغانستان په چارو کې ،د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ، وویل چې د مرکزي آسیا هېوادونه ښايي ژر په افغانستان کې ګډې پروژې پلې کړي. هغه افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ یو نښلوونکي پُل وباله او زیاته یې کړه چې د تېر کال په ترڅ کې د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
په غونډه کی حاضرو ګډونوالو ټینګار وکړ چې سره له دې چې امنیتي خطرونه لا هم شتون لري، خو افغانستان یوازې د ګواښ له زاویې نه سي ارزول کېدای، بلکې د هغه اقتصادي او ترانزیټي ظرفیتونه د سیمهییزو همکاریو په چوکاټ کې په فرصت بدل کېدای سي.




