د چاودیدونکو توکو پټ ګواښ؛ د جګړې زاړه زخمونه د افغانستان په بدن

اروپایي اتحادیې بیا د خطر زنګ وغږاوه او خبرداری یي ورکړ چې د تیرو جګړو پاتې سوي چاودیدونکي توکي د افغانستان وګړو لپاره یو پټ او مرګونی ګواښ بلل کېږي.
د چاودیدونکو توکو پټ ګواښ؛ د جګړې زاړه زخمونه د افغانستان په بدن

اروپایي اتحادیې بیا د خطر زنګ وغږاوه او خبرداری یي ورکړ چې د تیرو جګړو پاتې سوي چاودیدونکي توکي د افغانستان وګړو لپاره یو پټ او مرګونی ګواښ ګڼل کېږي.

د دې اتحادیې د بشر دوستانه مرستو څانګې په آسیا او آرام سمندرګي کې د کلیو او کرنیزو ځمکو د زیان منلو وړتیا ته په پام سره، دا موضوع د هېواد د اوږدمهاله ناامنیو د ناوړه میراث نښه وبلله.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې چې نن سه شنبه، د ۲۸ دلو/۱۷ فبروري د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره سوه، څرګنده کړي: «افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو او پاتې سویو چاودیدونکو توکو (ERW) له امله خورا ککړ پاتې سوی دی؛ دغه توکي پرته له دقیق ثبت څخه په غرونو، دښتو او کرنیزو ځمکو کې خپاره دي.»

د دې کړکیچ تاریخ په عمده ډول د جګړو او اشغال لسیزو ته ځي؛ هغه پیښه چې د ۱۹۸۰ مېلادي لسیزې په بهیر کې د شوروي د سره پوځ برید د افغانستان خاوره د ماینونو او چاودیدونکو توکو د کروندګرۍ په څیر بدله کړه. له هغه راهیسې، داخلي جګړې او بهرني مداخلتونه دغه زخم ژور کړی او حاصل خیزې ځمکې یې په  مرګوني سیمو  بدلې کړې دي.

شمېرې ښايي چې د ۱۳۸۹ کال راهیسې، له ۴۵ زره زیات ملکي وګړي د دې توکو د چاودنې له امله وژل سوي یا معلول سوي، او د قربانیانو لویه برخه بې ګناه ماشومان دي چې د لوبې یا ورځنۍ کار په لټه کې وژل کېږي.

د طالبانو د حکومت د پېښو سره د مقابلې ملي ادارې راپور ورکړي چې یوازې په ۲۰۲۵ مېلادي کال کې، ۱۹۳ د چاودنې پېښې ثبت سوې چې په پایله کې یې ۸۷ کسان وژل سوي او ۳۳۳ نور یي ټپیان سوي؛ چې ۶۷.۵ سلنه  قربانیان ماشومان دي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه هیئت دفتر (یوناما) دوه اونۍ وړاندې افغانستان د نړۍ د درېیم هېواد په توګه اعلان کړ، چې د جګړې پاتې سویو توکو له امله د تلفاتو شمیر یي خورا لوړ دی، چې ماشومان شاوخوا ۸۰ سلنه قربانیان جوړوي. دغه شمېرې نه یوازې د کړکېچ ژورتیا څرګندوي، بلکه د ټولنې د کمزورو طبقو، په ځانګړې توګه د کلیو خلکو د زیان منلو وړتیا ته هم اشاره کوي.

په دې لړ کې څرګند تضاد دا دی چې د افغانستان دولتونو له تاریخي پلوه د دې ګواښ پر وړاندې د مقابلې کمزوری درلودلی ده؛ سره له دې چې څو ځله ژمنې سوي، سیاسي بې ثباتي او اقتصادي ستونزې د مؤثره پاکولو پروګرامونو د تطبیق مخه نیولې او د دې مرګوني کړۍ د دوام زمینه یي برابره کړې ده.

د کامبوجیا یا بوسنیا په څېر هېوادونو سره پرتله کول، چې د نړیوالې مرستې په مرسته یې د ماین ککړتیا په څرګنده توګه کمه کړې، په افغانستان کې جوړښتي غفلت څرګندوي.

په دې حال کې، بشپړ پاکول د اوسني حکومت، نړیوالو بنسټونو او د بهرنیو پایدارو مرستو د همغږۍ غوښتنه کوي؛ پرته له داسې همکاریو، د ماینونو ګواښ نه یوازې د خوړو امنیت او د کلیوالو معیشت ګډوډوي، بلکه راتلونکي نسلونه هم په دې ناوړه میراث کې بند پاتې کېږي.

سره له دې، وخت رارسېدلی چې د افغانستان حکومت د اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو د ملاتړ څخه په ګټې اخیستنې سره، ټینګ ګامونه پورته کړي؛ دغه کړنه نه یوازې د زرګونو ماشومانو او ملکي وګړو ژوند ژغوري، بلکه د خوندي او پرمختللي افغانستان په لور لار پرانیزي. که دغه فرصت له لاسه ولاړ سي، د جګړې زاړه زخمونه به لا هم وینې تویوي او د تلپاتې سولې امید به کمزورې سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x