د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام په یو پیغام کې ویلي چې د افغانستان د هوا تودوخه هر کال د تیر کال په پرتله زیاتیږي.
د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې ښارونه، په ځانګړي توګه غیر رسمي د استوګنې سیمې، تر ټولو زیات له اقلیمي بدلونونو او د هوا د تودوخې زیاتوالي زیان ګالي او د ښارونو د کړکیچ د مدیریت لپاره بيړني اقدامات اړین دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د کابل د اوسېدونکو له پنځو کسانو څخه څلور تنه په غیر رسمي استوګنې سیمو کې ژوند کوي، او دغه سیمې د سختو اقلیمي پیښو لکه سیلابونو او د تودوخې له څپو سره ډېر زیانمنونکي دي.
د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته سوې ګواښونه بیړنېو اقداماتو ته اړتیا لري ترڅو د ښاروالۍ مدیریت او د خطرونو کمول یقیني سي. مخکې هم دغه بنسټ خبرداری ورکړی و چې د افغانستان ښارونه د چټک نفوس د زیاتوالي لپاره چمتو نه دي او اقلیمي خطرونه کولای سي وضعیت لا پسې پېچلی کړي.



