د افغانستان د آزادۍ جبهې په کندز کې د طالبانو پر ضد د برید خبر ورکړ

د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان کړی چې د دوشنبې په ماښام، د دلو ۲۷مه، په کندز ولایت کې، پر طالبانو د چوک بالا حصار پر یوه پوسته یی برید کړی، چې په نتیجه کې د طالبانو دوه کسان ووژل سول او دوه نور یي ټپیان سول.
د افغانستان د آزادۍ جبهې په کندز کې د طالبانو پر ضد د برید خبر ورکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان کړي چې د دوشنبې په ماښام د دلو ۲۷مه، په کندز ولایت کې ،پر طالبانو د چوک بالا حصار په پر یوه پوسته باندي یي برید کړي. د دې ډلې د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه کسان وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.

په همدې وخت کې، د کندز ځايي سرچینو په همدغه سیمه کې د چاودنې د پیښېدو خبر ورکړ.

تر اوسه طالبانو د دې برید په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

مخکې هم د افغانستان د آزادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ، د دلو ۲۶مه، د کندز ولایت د لومړي امنیتي حوزي پر طالبانو برید کړی و، چې پکښې د طالبانو دوه غړي ووژل سول او یو تن ټپي سوی و. د دواړو بریدونو اړونده عکسونه د دې ډلې لخوا د ایکس په ټولنیز شبکې کې خپاره سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x