د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د ملګروملتونو د خوراک او کرنې بنسټ – FAO خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د راتلونکې اوونۍ په بهیر کې احتمال شتون لري چې سخت بارانونه د هوا د تودوخې د لوړوالي سره مل وي.
د دې ادارې د وړاندوینې له مخې چې د سه شنبې، د ۲۸ دلو خپره سوې، د فبرورۍ د ۱۶ څخه تر ۲۲ پورې د هوا وضعیت ارزول سوی دی. د دې وړاندوینې په بنسټ، سخت بارانونه چې د هوا د تودوخې د زیاتوالي سره مل وي، په افغانستان کې په لویدیځو او سویلي ځمکو کې کولی سي د سطحې د اوبو د چټکو جریانونو او ځايي سېلابونو خطر لوړ کړي.
په راپور کې راغلي چې په لویدیځو او سویلي ولایتونو کې د باران کچه د عادي حالت نه زیاته اټکل سوې ده. په مقابل کې، شمالي ولایتونه او مرکزي لوړي غرني سیمې به وچې وي او د باران کچه به د منځنۍ اندازې څخه کمه وي.
همدارنګه وړاندوینه سوې چې د ټول هېواد هوا نسبت عادي حالت ته به ګرمه وي او د ۱ څخه تر ۸ درجې سانتيګراد پورې به زیاته سي. د FAO په وینا، په سويلي او لویدیځو ځینو سیمو کې د هوا تودوخه حتی له ۲۰ درجې سانتيګراده به هم لوړه سي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د هوا د تودوخې لوړوالی کولی سي واوره ژر وېلي کړي، او په پایله کې به د واورې زیرمې او د خاورو لوند والي د موسم په دوام کې کم سي.



