د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ انتونیو ګوټریش، د ملګرو ملتونو د بنسټ عمومي منشي، د روژې د میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه افغانستان، یمن، غزه او سودان کې وګړي د سختو ننګونو لکه جګړې، لوږې، بې ځایه کیدو او تبعیض سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بنسټ عمومي منشي په خپل پیغام کې ټینګار کړي چې سره له دې چې روژه د هیلې او سولې نښه ګڼل کېږي، دا ارزښتونه لا هم د نړۍ ډیرو وګړو لپاره د لاسرسي وړ نه دي ګرځیدلي . ګوټریش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې د اختلافاتو د کمولو، زیانمنو ته د بشري مرستو رسولو او د انساني حقوقو او کرامت د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې چې روژه کولی سي د ګډو هڅو لپاره تشویق کوونکې وي ترڅو د یوې سولهییزه، عادلانه او مهربانه نړۍ د جوړیدو زمینه برابره سی .
په همدې حال کې، د بیړني لوږې د خبرتیا نړیوالې شبکې مخکې خبرداری ورکړی چې افغانستان په راتلونکو درې میاشتو کې د ژمي د سړې هوا او د کورنیو عایداتو د کمښت له امله د لوږې او بیړنې حالتونو سره مخامخ دی. دې بنسټ ویلي چې د خوراکي توکو د سخت کمښت نښې ممکن د فبرورۍ میاشت کې څرګندې سي، ځکه ډېرې کورنۍ د خوړو د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي. د راپور له مخې، د بې وزلو کورنیو لپاره کېدای سي د خوراک د برابرولو لپاره د خپلو وروستیو څارویو پلور، د انجونو ژر ودونه او حتی خیرات غوښتنې ته مخه وکړي.
د بیړني لوږې د خبرتیا نړیوالې شبکې همدارنګه ویلي چې د هېواد په پراخو سیمو کې د خوراکي کړکیچ وضعیت تر می میاشتې پورې دوام کولی سي. دې شبکې د دې وضعیت د سختېدو اصلي لاملونه د وچکالۍ دوام، د بهرنیو پیسو د لیږد کمښت، د کاري فرصتونو نشتوالی، د کډوالو پراخه ستنیدنه ، د اقتصاد ټیټوالی او د کورنیو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو د توان نشتوالی بللي دي.



