د ۸۰۰ څخه زیات د کډوالو کورنیو راستنېدنه افغانستان ته

د طالبانو د کډوالو د چارو کمیسیون اعلان کړی چې په تیره یوه ورځ کې له ګاونډیو هیوادونو څخه له۸۰۰ څخه زیات افغان کورنۍ بیرته افغانستان ته ستنې سوي دي.
د ۸۰۰ څخه زیات د کډوالو کورنیو راستنېدنه افغانستان ته

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي ؛  د طالبانو کډوالو د چارو کمیسیون ویلي دي چې په تیره یوه ورځ کې له ګاونډیو هیوادونو څخه ۸۰۰ څخه زیات افغان کورنۍ بیرته افغانستان ته ستنې سوي دي؛ دې کمیسیون زیاته کړې چې دغه ستنېدنې په جبري او رضاکارانه بڼه ترسره سوي دي.

د طالبانو د کډوالو د چارو د کمیسیون د خپرو سویو جزیاتو پر بنسټ ، ۴۹ کورنۍ د نیمروز ولایت د ابریشم د پولې له لارې، ۱۵ کورنۍ د هرات د اسلام قلعه له لارې، ۶۰ کورنۍ د کندهار د سپین‌بولدک له لارې، ۷۰۵ کورنۍ د ننگرهار د تورخم له لارې او درې کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته داخلي سوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو رسنیو راپور ورکړی چې یوازې دوه ورځې مخکې هم شاوخوا ۷۰۰ افغان کورنۍ له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته بیرته ستنی سوي دي.

دغه د کډوالو د ستنېدنې بهیر په داسې حال کې دوام لري چې مخکې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ټولټال ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه وطن ته ستانه سوي دي.

راپورونه ښایي چې د کډوالو پراخه ستنېدنه لا هم په افغانستان کې پر بنسټیزو جوړښتونو او محلي منابعو فشار راوړي او لا زیاتو بشردوستانه مرستو او  مدیریت ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x