د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د قزاقستان هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د منځنۍ آسیا د هیوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې ناستی کوربه توب وکړ. دا ناسته د تماس د ډلې په چوکاټ کې جوړه سوې وه او پکښې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت او د همکاریو په پراختیا ټینګار وسو.
د قزاقستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخي؛ ارکین توکوموف، د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی ، د رغنده نظرونو د تبادلې او د طالبانو د ادارې سره د عملي همکارۍ د لارو چارو د موندلو ملاتړ کړي دي.
په دې ناسته کې د قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان استازو، له قزاقستان سره یو ځای، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان له لارې د ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو پر غځولو خبرې وکړې، او د سیمې اړوند امنیتي موضوعات هم وڅېړل سول.
که څه هم د نیول سویو پرېکړو کره جزئیات نه دي خپاره سوي، خو ګډونوالو د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، څو په افغانستان کې ثبات پیاوړی او دوامداره پرمختګ ته زمینه برابره سي.




