د ۱۳۶۷ د دلو ۲۶مه هغه ورځ ده چې وروستی د سره پوځ عسکر له پُل حیرتان څخه تېر سو او افغانستان یې په خپل حال پرېښود. خو دا د کړاونو پای نه و، بلکې د جنايتونو، کورنیو جګړو او مرګوني مداخلاتو د نوی فصل پیل و. په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د ختیځ لوي ځواک ړنګېدل لیدل ، افغانستان د جهادي مشرانو د ځواک غوښتنې او د لویدیځ پټو دسيسو اور ته وسوځيده. ۴۶ کاله وروسته له هغه د ۱۹۷۹ دسمبر شپې، اصلي پوښتنه لا هم دا ده: ولې افغانستان باید د لویو قدرتونو جګړې بیه په خپله وینه ورکړي؟
د ۱۳۵۸ د جدی ۶مه شپه هغه شپه وه چې په افغانستان کې د ځواک توازن د تل لپاره بدل سو. د شوروي ځواکونو ننوتل کابل ته او د حفیظالله امین د وژنې سره، د لسو کلونو نظامي اشغال او د خلکو د مقاومت دوره پیل سوه. سره پوځ د پرمختللو تجهیزاتو سره راغلي و چې تړلي نظامونه ټینګ کړي، خو په پای کې یې په ۱۳۶۷ د دلو ۲۶مه کې د اخلاقي او نظامي ناکامۍ له امله افغانستان پرېښود. خو دغه وتل، افغانستان ته لا د یوې کړکېچنې برخې برخلیک ورکړ؛ داسې برخلیک چې پکښې کورني خیانتونه، بېرحمه جګړیز مشران او د امریکا دوهګونې سیاستونه دا هیواد د نړۍ تر ټولو لوی غیرنظامي قربانځای باندي بدل کړ .
حفیظالله امین؛ د هېواد خاین او د کړکیچونو وړاندې کوونکی
د افغانستان په معاصره تاریخ کې د حفیظالله امین نوم د یو له تر ټولو تورو څېرو څخه ثبت سوی دی. هغه نه یو وطنپال، بلکې یو بېرحمه قاتل و. تاریخي راپورونه ښايي چې هغه زرګونه بېګناه هېوادوال د مخالفت په بهانه ژوندی په قبر کې خاورو ته سپارلي دي. دغه بې مخینې ظلم خلکو کې دومره قهر او نفرت رامنځته کړ چې د هر ډول مقاومت د منلو زمینه یې برابره کړه.
د افغانستان کړکیچ یوازې د شوروي مداخلې له امله نه و، بلکې د ځینو کورنیو مشرانو لکه امین او د هغه د ډلې خیانت خلکو ته ډېر کړاو راوړ او هغوی یې د پاڅون لور ته ورواړول. خو د کورنیو جنايتونو تر ټولو ناوړه برخه د هغه پټو اړیکو لرل و د افغانستان د دښمنانو سره وه. تاریخي څرګندوی ښايي چې حفیظالله امین د شوروي یرغل مخکې د امریکا سره د یو جاسوس په توګه په اړیکه کې و. هغه افغانستان د لویو قدرتونو د لوبې په ډګر ته بدل کړ، او د هغه خیانت د هیواد سره د تاجبیک ماڼۍ د وژنې د صحنې او د سره پوځ د ننوتلو لامل وګرځاوه .
شوروي اتحاد د یوې بېطرفه او غیرمتعهد هیواد ته په یرغل سره ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړل. د سره پوځ له سلو زره څخه زیات عسکر د ۹ کلونو لپاره، نه یوازې د افغانستان تاریخي بېطرفي ماته کړه، بلکې د ملکي خلکو سیستماتیک وژنې ته یې لار هواره کړه. بېتوپیره هوایي بمبارۍ، خپلواکه نیونې، او تر ټولو مهم، د میلیونو ماینونو ځای پر ځای کول د شوروي تلپاتې ناوړه میراث و. دغه ماینونه تر نن ورځې پورې بېګناه ماشومان او کلیوال قرباني کوي. شوروي یوازې کمونیزم نه، بلکې مرګ او ویجاړتیا د افغانستان خلکو ته راوړې دي .
ګلبدین او د هغه ملګرو ؛ د بریا د خوند تریخ کوونکې
د شوروي وتلو وروسته، تمه کېده چې د کلونو جهاد او مقاومت وروسته، افغانان د سولې او ثبات خوند واخلي. خو هغه څه چې وسول، د هېواد د تاریخ یوه له تر ټولو تورو پاڼو څخه و . دلته باید هغه کسان رسوا سي چې د خلکو لویه بریا یې ترخه کړه.
ګلبدین حکمتیار او ملګري یې، د ډاکټر نجیبالله د حکومت له نسکورېدو وروسته په ثور ۱۳۷۱ کې، د یوه آباد هېواد جوړولو پر ځای د کورنیو جګړو اور یی بېرته روښانه کړ. د اسلام سپېڅلي دین له نظره، چې مسلمانان د ورورګلوۍ او له فساد څخه د ډډې کولو بلنه ورکوي، د دوی کړنې ناسمه او غندل سوې ګڼل کېږي. اسلام هېڅکله اجازه نه ورکوي چې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره ښارونه د بې ګناه غیرنظامیانو په هدف د بې هدفه توغندیو لاندې راسي او ووژل سي.
د بشري حقونو له نظره، ګلبدین حکمتیار د کابل او نورو ښارونو د راکټ باران له لارې د بشریت پر ضد ستر جنايتونه ترسره کړل. هغه او ملګرو یې نه یوازې ملي وحدت ویجاړ کړ، بلکې د طالبانو د راپورته کېدو زمینه یې برابره کړه.
.:
هغه چې یوه ورځ مجاهد وبلل سول، د خپل ځواک غوښتنې له لارې د خلکو باور يي له منځه یووړ او د جهاد انځور یې په نړیوال ذهن کې خراب کړ.
د امریکا رول ، په داسې حال کې چې شوروي افغانستان اشغال کړ، خو امریکا د خلکو د جهاد د ناوړه ګټې اخیستنې له لارې دا جګړه یوه نیابتي جګړه کړه. واشنګټن د مالي او وسلو ملاتړ سره د افراطي ډلو لکه ګلبدین مرسته وکړه، چې جګړه لا سخته سي. خو لوی ناورین هغه وخت رامنځته سو چې امریکا د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې پیښې وروسته، د ترهګرۍ سره د مبارزې په بهانه افغانستان اشغال کړ.
امریکا نه یوازې د ۲۰ کلونو په موده کې له ۴۷ زرو څخه زیات غیرنظامیان ووژل، بلکې ثابته سوه چې له شوروي هم وژونکي ده. د کورونو پر ضد بېتوپیره هوایي بریدونه، د ترهګرو ډلو پټ ملاتړ، او په کابل کې د فساد سیسټم جوړول د امریکا د ډیموکراسۍ حقیقي څېره ښکاره کړه. د یوناما شمېرې ښايي چې د امریکا ملاتړ سوي ځواکونه د غیرنظامي وژنو د لويي برخې مسؤله وو. امریکا د دوهګونو سیاستونو له لارې سیمه کې ترهګري پیاوړی کړه او بیا د همدغه ترهګرۍ په بهانه پر افغانانو ظلم وکړ.
او اوس د طالبانو تاریخي مسؤلیت
نن ورځ، بیا افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او طالبان واک په لاس کې لري. اوس دغه ډله د تاریخ او افغانانو پر وړاندې دروند مسؤلیت لري.
دا قلم د شننونکی او اخلاقي اصلاح کوونکی په توګه، طالبانو ته سپارښتنه کوي چې د تاریخ نه عبرت واخلي: هغوی باید پوه سي چې هر حکومت چې د قومي او ایډیولوژیکي انحصار پر اساس جوړ سي، د ناکامۍ او په پای کې د کورنیو جګړو د تکرار سره مخ دی. افغانستان یوازې د ټول شموله حکومتدارۍ له لارې جوړېږي، چې په کې ټول قومونه، دینونه او سیاسي ډلې برخه ولري. طالبان باید له دې فرصت څخه د هېواد د آبادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره استفاده وکړي، نه د انزوا او ځپنې د دوام لپاره. هغوی باید ومني چې تل پاتي مشروعیت د وسلې له زور سره نه، بلکې د خلکو د خدمت او د اسلامي او بشري حقونو رعایت له لارې ترلاسه کېږي.
که طالبان غواړي نوم یې په تاریخ کې ښه ثبت سي، باید د تعامل، عدالت او جوړښت لاره خپله کړي، نه بله لار.
۴۶ کاله د دسمبر له هغه توري شپې تېر سوې. شوروي لاړ او ویجاړتیا یې پرېښوده. مجاهدین راغلل او کورنۍ جګړې یې پیل کړې. امریکا راغله او وژنه یې بشپړه کړه.
افغانستان اوس د بدلون په یو مهم ټکي ولاړ دي. د دې هیواد وګړو کلونه کیږي چې د کورنیو مشرانو او لویو قدرتونو د زیاتو غوښتنو قیمت په وینه ورکوي. هغه چې ګډ قبرونه یی پرېښودل، هغه چې ښارونه یې د راکټونو لاندې کړل، او هغه چې د بمونو سره یې خلک هدف کړل، ټول په یوه ټکی کې ګډ وو: هغوی هېڅکله «انسان» ته فکر ونه کړ.
د افغانستان د تاریخ درس دا دی چې سوله یوازې هغه وخت دې هیواد ته راګرځي چې ټول داخلي او نړیوال لوبغاړي دې باور ته ورسېږي چې افغانستان د هېڅ یو ځانګړي فرد، قومي ډلې یا بهرني ځواک ملکیت نه دی. دا هیواد د ټولو قومونو ګډ کور دی، او یوازې د خبرو او عدالت له لارې کېدای سي د غمیزی د تکرار مخنیوی وسي.
راځئ له زرګونو بېګناه شهیدانو د خاورې او وینې څخه زده کړو چې تاریخ به نور د ناورین د تکرار اجازه ورنه کړي.




