د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ عاصم افتخار احمد، د پاکستان دایمي استازی په ملګرو ملتونو کې، ټینګار کړی چې طالبان باید د افغانستان د راتلونکي لپاره یا د انزوا یا د سولې او پرمختګ لار وټاکي.
د پاکستان دایمي استازي په ملګرو ملتونو کې د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا طالبانو ته روښانه پیغام دی چې افغانستان باید د هیڅ هېواد پر وړاندې د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول سي.
افتخار احمد په خپلو څرګندونو کې لیکلي: «هیله لرو چې د څار ډلې خپلې د مخنیوي هڅې او راپور ورکونه د ورکړل سوي ماموریت مطابق جاري وساتي.»
د امنیت شورا تېره اونۍ د دې ډلې ماموریت د نور یو کال لپاره د ۱۵ موافقو رایو په تصویب غځولی دی. د قطعنامې مسوده د متحده ایالاتو لخوا چمتو سوې وه. د افغانستان د بندیزونو کمیټه چې په جون ۲۰۱۱ کې د قطعنامې ۱۹۸۸ له مخې تاسیس سوې، د طالبانو اړوند اشخاصو او ادارو پر شتمنیو، سفر او وسلو بندیزونه څاري.
په غبرګون کې، ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د فشار او بندیز تګلاره ناکامه وباله او د لویدیځو هېوادونو د تګلارو بیاکتنه یې وغوښتله. هغه د څارونکو ډلو د ماموریت دوام د تکراري او بېنتیجې تجربې په توګه وښوده .



