د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بې‌مغزه» وبلل

مرتضی سولنګي، د پاکستان د ولسمشر ویاند، د ارزګان په ولایت کې د یوه پخواني نظامي جسد د قبر څخه را ایستل کیدو په غبرګون کې، طالبانو ته یی «بې‌مغزه حیوانات» وویل او دغه عمل یې وغنده.
د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بې‌مغزه» وبلل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ مرتضی سولنګي، د پاکستان د ولسمشر ویاند، د ارزګان په ولایت کې د یوه پخواني نظامي جسد د قبر څخه را ایستل کیدو په غبرګون کې، طالبانو ته يي «بې‌مغزه» و ویل او دغه عمل یې وغنده.

  د محلي سرچینو او د رسنیو د راپور له مخي ، د شنبې په شپه یو شمېر وګړو د ارزګان ولایت په مرکز کې د حکومت پخواني نظامي صدیق‌الله جسد د شهیدانو د هدیری له خپل قبر څخه را ایستلی او سر یې پرې کړی دی. خپاره سوي انځورونه او ویډیوګانې ښايي چې د دې پخواني افسر قبر په بشپړه توګه ویجاړ او ښکاره سوی دی.

په ورته وخت کې، په ارزګان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ دغه پېښه تائید کړې، خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

په همدی اساس مرتضی سولنګي، د پاکستان د ولسمشر ویاند د اکس په ټولنیز شبکه کې ددغه کړنې په غبرګون کې ولیکل: «همدغه لامل دی چې زه دوی ته بې‌مغزه حیوانات وایم.» هغه مخکې هم د راپورونو په غبرګون کې چې د تیرو څلورو کلونو په جریان کې شاوخوا ۶ زره افغانان وژل سوي، طالبانو ته «بې‌مغزه حیوانات» ویلي دي.

دغه پېښې په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د امنیت او د آرام ځایونو د درناوی په اړه اندیښنې او کړکیچونه زیات کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x