د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ندا محمد ندیم، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر، اعلان وکړ چې د انجونو زدهکړه په افغانستان کې د اخلاقي فساد د مخنیوي په موخه درول سوي ده .
د کابل پوهنتون د شپږ ورځني سمینار له خپور سوي غږیز فایل سره سم، ندیم په خپله وینا کې څرګنده کړې چې د انجونو د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د بندولو پرېکړه د هغه څه د مخنیوي لپاره سوې چې نوموړي یې د اخلاقي انحراف په توګه یاد کړي.
هغه همدارنګه د سمنګان ولایت یوې پېښې ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې د انجونو یوه لیليې د شرعي اصولو د سرغړونې او د اخلاقي فساد د لیدلو له امله د بندېدو امر ترلاسه کړ.
د هغه په وینا، په دغه زده کړيز استوګنځي کې د ښځو جامې په داسې ډول ځوړندې وې چې د طالبانو د غوښتل سویو معیارونو څخه سرغړونه بلل کیږي.
طالبان د واک ته د بیا رسېدو راهیسې، د شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو زدهکړه په ډېرو سیمو کې درول سوي ده. د دې ډلې چارواکو دا پرېکړه زیاتره وخت د دویم حکم (ثانوي پرېکړې) په توګه بیان کړې، خو د لوړو زدهکړو وزیر وروستۍ څرګندونې ښايي چې دا محدودیتونه د طالبانو د ځینې رهبرۍ له نظره، ایډیولوژیک اړخ لري او دلیل یی وړاندې کیږي.
دا محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د دفاع کوونکو له سخت غبرګون سره مخ سوي؛ هغوی څو ځله د دې محدودیتونو د سمدستي لغوه کولو غوښتنه کړې او دا یې د بشري حقونو جدي نقض ګڼلی دي.



