د تورخم د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان د ۲۴۰ میلیونه ډالرو زیان

د تورخم پوله‌ایزه لاره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د تړل کېدو له امله تر دې دمه د افغانستان او پاکستان سوداګرو او تجارت ته د ۲۴۰ میلیونه ډالرو په شاوخوا کې زیان رسېدلی دی.
د تورخم د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان د ۲۴۰ میلیونه ډالرو زیان

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ پاکستاني رسنیو راپور ورکړي دي چې د تورخم پوله‌ایزه لارې د تړل کېدو له امله تر دې دمه دواړو لورو ته له ۲۴۰ میلیونو ډالرو څخه زیات زیان رسېدلی دی.

د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د دوشنبې، د ۲۷ دلو، په راپور کې ویلي چې د دې لارې تړل هره ورځ دواړو لورو ته شاوخوا دوه میلیونه ډالره تاوان رسوي.

دغه لار د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پوځي شخړې له امله تړل سوې وه. د تړل کېدو مخکې، تورخم هره ورځ د شاوخوا ۱۰ زره کسانو او ۵۰۰ تر ۷۰۰ وسایطو د تګ راتګ ځای و.

پاکستاني چارواکو ویلي چې له طالبانو سره سوداګري په جدي ډول متأثره سوې ده. همداراز، د طالبانو د مالي چارو ادارې تېره اونۍ اعلان وکړ چې د پاکستاني درملو راوړل افغانستان ته په جدي توګه منع دي او هغو کسانو سره به قانوني چلند وسي چې دغه درمل په قاچاقي توګه هیواد ته واردوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x