له پاکستانه د ١٠٠ څخه زیات د افغان بندیانو آزادېدل

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان قونسلګرۍ په کراچۍ ښار کې د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۰۵ افغان بندیانو د آزادیدو خبر ورکړ.
له پاکستانه د ١٠٠ څخه زیات د افغان بندیانو آزادېدل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې ۱۰۵ افغان کډوال له پاکستاني ساتنیزو مرکزونو څخه آزاد سوي دي.

د دې قونسلګرۍ په وینا، دغه کسان د دوشنبې په ورځ، د دلو ۲۶، له سند او بلوچستان ایالتونو د ساتنیزو مرکزونو څخه آزاد سوي او د سپین بولدک د پوله‌یز بندر له لارې افغانستان ته داخل سوي دي.

د آزاد سووو کسانو په منځ کې دوه ښځې او ۱۰ ماشومان هم شامل وو. دغه کډوال شاوخوا یو میاشت د سند او بلوچستان ایالتونو په ساتنیزو مرکزونو کې په بند کې پاتې سوي وو.

سربېره پر دې، تېره اونۍ هم نږدې ۱۰۰ افغان کډوال له پاکستاني زندانونو څخه آزاد سوي دي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x