ملګري ملتونه: له څلورو میلیونو ډېر کسان استوګنځي ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې له څلورو میلیونو ډېر کسان استوګنځي او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه: له څلورو میلیونو ډېر کسان استوګنځي ته اړتیا لري.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ په داسې حال کې چې مرستندویه بنسټونه د استوګنځي د کړکيچ د حل لپاره د بودجې له کمښت څخه خبر ورکوي، د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام ویلي چې شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان به په ۲۰۲۶ کال کې استوګنځي ته اړتیا ولري.

یاد بنسټ د یکشنبې په ورځ، د دلو په ۲۶مه، ټینګار کړی چې اړمن کسان نه یوازې استوګنځي، بلکې غیرخوراکي توکو ته هم اړتیا لري. د دې پروګرام په پیغام کې راغلي : «مناسب استوګنځې د باثباته راتلونکي پر لور لومړی ګام دی. د دې وضعیت د حل لپاره اقدام نور ځنډېدای نه سي.»

همداراز، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په افغانستان کې له څلورو میلیونو ډېر کسان به استوګنځي ته اړتیا ولري.

د اوچا په وینا، طبیعي پېښو، د کډوالو بېرته راستنېدو او اقتصادي ستونزو د خلکو د زیانمنېدو کچه لوړه کړې ده.

دې ادارې څرګنده کړې چې غواړي ۸۸۱ زره کسان د بیړنیو استوګنځیو او غیرخوراکي توکو له لارې ملاتړ کړي؛ خو د دې هدف د پوره کولو لپاره له ۱۶۰ میلیونو ډالرو څخه زیاته بودجې ته اړتیا ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x