طالبان: د شوروي ځواکونو د وتلو کلیزه د افغانستان په تاریخ کې ویاړلې ورځ ده

د طالبانو سرپرست حکومت د افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د اووه دېرشمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې دا ورځ «ویاړلې» بللې او دا یې د افغانستان د خلکو د جهاد او قربانیو پایله ګڼلې ده.
طالبان: د شوروي ځواکونو د وتلو کلیزه د افغانستان په تاریخ کې ویاړلې ورځ ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ طالبانو په خپله اعلامیه کې د افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د اووه دېرشمې کلیزې په مناسبت ، دغه پېښه د هېواد په تاریخ کې ویاړلې ورځ بللې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د خلکو جهاد، قربانۍ او مقاومت ددې لامل سو چې د هغه وخت له سترو قدرتونو څخه یو یي له دې خاورې ووځي.

طالبانو همداراز له افغانانو غوښتي چې د یووالي او هوښیارۍ په ساتلو سره، د دین، خپلواکۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د هر ډول پټو پلانونو او ګواښ پر وړاندې ودرېږي او د خپلو نیکونو لاره د ارزښتونو په ساتنه کې روانه وساتي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x