معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ هممهاله د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د اووه دېرشمې کلیزی په ورځ، د روسیې او بیلاروس په بېلابېلو ښارونو کې د دې جګړې د وژل سویو سرتېرو د یاد د لمانځلو مراسم ترسره سول.
د دې مراسمو ګډونوالو د وژل سویو کسانو د یاد په لمانځلو کې د ګلونو په اېښوولو سره د هغوی یاد تازه وساته، او چارواکو هم په ځینو ښوونځیو کې د زدهکوونکو لپاره د «زړورتیا درس» تر سرلیک لاندې پروګرامونه ترسره کړل.
۱۵ فبروري کال ۱۹۸۹ هغه ورځ ده چې د شوروي اتحاد د ځواکونو وتل له افغانستان څخه پای ته ورسیده . له هغې راهیسې هر کال د دې جګړې د وژل سویو سرتېرو د یاد ساتلو مراسم ترسره کیږي .
د روسیې سیمهییز چارواکي په دې ورځ د افغانستان جګړې له پخوانیو سرتېرو سره هم لیدنه کوي او د هغوی ستاینه کوي. د توپونو ډزې، نندارتونونه او هنري کنسرتونه هم د دې مناسبت له نورو پروګرامونو څخه دي. روسي چارواکي وایي، د جګړې د وژل سويو درناوی د راتلونکي پر وړاندې د مسؤلیت احساس څرګندوي.
په دغو مراسمو کې د زنامنسکي ولسوالۍ مشر، ولادیمیر الیسیف، وویل چې د افغانستان جګړې د میلیونونو کسانو پر ژوند ژورې اغېزې کړي او خلکو ته یې د سولې، دوستۍ او یووالي ارزښت ور په یاد کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې د تاریخي پېښو یادول د ورته غمیزو د تکرار د مخنیوي لپاره اړین دي.
له بلې خوا، د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، مخکې ویلي وو چې د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې د خلکو او د هغو ټولو کسانو لپاره چې په دې جګړه کې یې ګډون کړی، یوه مهمه او نه هېریدونکې ورځ ده. هغه زیاته کړې چې د هغو سرتېرو یاد چې له دې جګړې بېرته خپل هېواد ته راستانه نه سول، تل به د خلکو په ذهنونو او زړونو کې ژوندی پاتې وي.
هممهاله، د طالبانو حکومت هم په کابل کې دافغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو په مناسبت ځانګړی پروګرام ترسره کړي دي.



