د ایران د سفارت د رسنیو دفتر په کابل کې نن یکشنبه (۲۶ دلو) خبر ورکړ چې مسعود پزشکیان، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، په نړیواله غونډه کې د رېل پټلۍ او سړکونو د پانګونې پر فرصتونو وویل: «زموږ هڅه داده چې ټول هغه قانوني او مقرراتي خنډونه چې د روانو پروژو په پلي کولو کې خنډ جوړوي، له لارو لیرې کړو.»
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د غونډې په ترڅ کې په دې ټینګار وکړ چې په دې لاره کې ګاونډي هېوادونه د دوست او همکار په توګه ویني، ویې ویل: “هغه ارتباطي لارې چې موږ سره نښلوي، د پراختیا او سولې لارې دي. د دې لارو د پرانیستې سره به زموږ د ټولو امنیت وساتل سي، د هېوادونو اقتصاد به وده ومومي او یوه سیمه به جوړه کړو چې له سولې، آرامښت او دوستۍ ډکه وي.”
د ایران ولسمشر یادونه وکړه: “موږ له آذربایجان، عراق او کردستان سره دوستان، وروڼه او خپلوان یو، او له ترکیې، افغانستان او ترکمنستان سره د څو زره کلنې همکارۍ او دوستۍ مخينه لرو. نو ځکه به خپلې اړیکې ژوندي کړو او باور لرو چې ارتباطي لارې د سولې، د علم د پراختیا ، پوهې او وړتیا لاري دي . د لارو په پرانیستلو کولای سو امنیت او اقتصاد تضمین کړو .”
ښاغلي پزشکیان په دې ټینګار وکړ چې د ارتباطي لارو پراختیا به د سیمې ټولو هېوادونو لپاره پرمختګ او وده تضمین کړي، نوموړي وویل: د لارو په پراختیا سره به د سیمې او راتلونکو نسلونو لپاره د سولې، آرامۍ او امنیت مناسبه زمینه برابره سي؛ هېڅ هېواد له جګړې څخه ګټه نه ویني او هېڅ هېواد له شخړې او وینې تویېدنې څخه یوې پایلې ته نه رسېږي.



