د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ یونیسف خبر ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې یي له ۲۰ میلیونه وګړو ، چې پکښې ۱۱ میلیونه ماشومان شامل دي، د دې بنسټ مرستې ترلاسه کړي دي .
په کابل کې ۲۶ د دلو د خپور سوي راپور پر بنسټ، په دغه مرستو کې د زدهکړې، روغتیايي خدمتونو، د څښاک د پاکو اوبو برابرولو او د تغذیې برخې شاملې دي.
دغه راپور کې ویل سوي چې د هغو ۴۴۲ زره ماشومانو لپاره چې له مکتبه پاتې سوي دي ــ او ۶۵ سلنه یې انجونې دي ــ د ټولنې پر بنسټ جوړو سوو ۱۴ زره ټولګیو له لارې د زدهکړې زمینه ورته برابره سوې ده. همدارنګه له ۲.۱ میلیونه زیاتو وګړو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
په راپور کې راغلي چې ۶۱۱ زره ۸۹۷ ماشومان چې په شدیدې خوارځواکي اخته وو ، د درملنې او ملاتړ لاندې راغلي دي. همدارنګه له ۹۴۳ زره ۵۶۷ امیندواره ښځو سره هم مرسته سوې ده.
د دې بنسټ په وینا، د ۲.۲ میلیونه ماشومانو او د هغوی د سرپرستانو لپاره رواني او ټولنیز خدمات د ټولنیزو او رسنیزو پروګرامونو له لارې وړاندې سوي دي.
یونیسف مخکې خبرداری ورکړی و چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکي له ستونزې سره مخ دي.




