د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ حمدالله فطرت، د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند، د افغانستان د حاکمې ډلې د بندیزونو د څارنې د مأموریت د غځونې په غبرګون ویلي دي: «د بندیزونو او مجازاتو پلي کول نه په تېرو وختونو کې نتیجه لرلې او نه په راتلونکي کې به د چا په ګټه وي. د دې ډول وسایلو مکرر کارول او ناکامې تجربې منطقي نه دي.»
هغه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې او چین د دریځ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې بندیزونه د افغانستان د اوسنیو پرمختګونو او واقعیتونو سره همغږي نه لري، ځکه چې ډېری یې په تېرو کړکیچنو شرایطو کې وضع سوي دي.
فطرت همدارنګه څرګنده کړه چې اوس افغانستان د مختلفو هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په پراختیا کې دی او د دې هېواد امنیت او ثبات ورځ تر بلې ښه کېږي. هغه ټینګار وکړ: «افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر هر څه زیات د نړیوالې همکارۍ او تعامل ته اړتیا لري، نه د بندیزونو وضع یا تل پاتې غځونې ته چې د هېواد ستونزې نورې هم زیاتوي.»
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند په پای کې د لویدیځو هېوادونو څخه وغوښتل چې خپلې تګلارې بیا وڅېړي او د افغانستان سره د رغنده تعامل تګلاره خپله کړي.



