د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د افغانستان د آزادۍ جبهې ویلي چې د دوی د ځواکونو لخوا د جمعې په ماښام، د ۲۴ دلو په ورځ، د بهارک په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو څارنېز برج برید کړي دي.
دغه جبهې څرګنده کړې چې په دې برید کې دوه تنه طالبان وژل سوي او یو بل یي ټپي سوی دی، او ادعا کوي چې د آزادۍ جبهې ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
په هغه اعلامیه کې چې د افغانستان د آزادۍ جبهې په خپل اکس پاڼه خپره کړې، راغلي چې ځواکونو یې «د بدخشان ولایت، بهارک ولسوالۍ، د قلاتک په سیمه کې د ۲۱۹ سرحدي لوای د طالبانو د داخلي دروازې څارنې برج هدف وګرځاوه.»
محلي سرچینو مخکې د دې ځای د چاودنې پېښه تایید کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، طالبانو له پېښې وروسته خپلې لارې د مرکز ته د رسېدو لپاره بندې کړې دي.
د طالبانو چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.



