د رویټرز د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت او د متحده ایالاتو ترمنځ د اتومي خبرو اترو نوې دوره د سې شنبې په ورځ په جنوا (ژنو) کې ترسره کېدونکې ده
د رویټرز خبري اژانس د ادعا کوونکو سرچینو د راپور له مخي، سټیو ویتکاف او جرد کوشنر، د ټرمپ زوم، د امریکا له لوري استازي دي، او د ایران اسلامي جمهوریت له خوا به سید عباس عراقچي، د بهرنیو چارو وزیر، په خبرو اترو کې ګډون ولري، د راپور له مخې، هغوی به د سه شنبې په سهار په جنوا (ژنو) کې سره وویني.
رویټرز د خبر لرونکي سرچینې په حواله راپور ورکړي چې د عمان د سلطنت استازي به د امریکا-ایران په خبرو اترو کې د منځګړیتوب لپاره په جنوا کې حضور ولري.
د راپور له مخې، ټاکل سوې چې ویتکاف او کوشنر وروسته له غرمې به په درې اړخیزو خبرو اترو کې د روسیې او اوکراین د استازو سره ګډون وکړي.



