د کډوالو له لوري افغانستان ته د خوراکي توکو او درملو په راوړلو د بندیز لګول

طالبانو اعلان کړی چې هغه کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي، د خوراکي توکو او درملو د راوړلو اجازه نه لري.
د کډوالو له لوري افغانستان ته د خوراکي توکو او درملو په راوړلو د بندیز لګول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ قریشي بدلون، د ننگرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤل، ویلي دي چې هغو کډوالو ته چې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي، د ځان سره د خوراکي توکو او درملو د راوړلو اجازه نه لري.

نوموړي ويلي چې ځینی توکي لکه عسل ، بوره، غوړي، درمل او تازه مېوې، که د راستنیدونکو لخوا راوړل سي، په تورخم بندر کې به درول کېږي. بدلون وايي، دغه توکي «غیرقانوني» ګڼل سوي او هېواد ته د هغوی داخلېدل به د قاچاق په توګه حساب سي.

دغه چارواکي له کډوالو غوښتي چې د پولي څخه د تېرېدو پر مهال د ستونزو د مخنیوي لپاره، د داسې توکو د راوړلو څخه ډډه وکړي.

په ورته وخت کې، ځینو محلي سرچینو مخکې راپور ورکړی چې د طالبانو لخوا له پاکستان څخه د درملو د وارداتو د بشپړ بندیز له اعلان وروسته، د افغانستان په بازارونو کې د درملو بیې لوړې سوې او ځینې درمل چې د پاکستان تولید دي، د کمښت یا حتی د پټولو سره مخ سوي دي.

د سرچینو په وینا، دا بندیز په داسې حال کې عملي سوی چې د افغانستان ډېری اړین درمل له پاکستان څخه واردېدل، او د ناڅاپي بندېدو له امله یې د ناروغانو، درملتونونو او سوداګرو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي دي.

دغه اقدام د طالبانو او پاکستان ترمنځ د درې میاشتو څخه زیات دوام لرونکو شخړو په لړ کې ترسره سوی دی. د افغانستان د پخوانۍ ادارې ځینې چارواکي وايي، دغه شخړې د «تېر متحدینو او د نن ورځي د سیالانو» ترمنځ رامنځته سوې دي.

دغه اختلافات وروسته له هغې شدید سول چې پاکستان طالبانو ته د خپل هېواد د امنیت د بې‌ثباته کولو او د ترهګرو ډلو ملاتړ تور ولګاوه. طالبانو دا تورونه څو ځله رد کړي، خو د دغو شخړو اغېزې تر ټولو ډېرې د دواړو هېوادونو د خلکو په ژوند ښکاره سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x