د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د امنیت شورا له خوا د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو د پرېکړې هرکلی کړي دي . د دې استازولۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیت شورا د غړو یووالی ښايي چې د افغانستان وضعیت لا هم د نړیوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنه ګڼل کېږي.
نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، دغه خبرپاڼه په خپل اېکس پاڼه کې خپره کړې ده.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان استازولي د دې پرېکړې په ترڅ کې د ترهګرۍ غندنه هم ستایي، چې پکښې د داعش، القاعده او اړوندو ډلو ګواښونه هم شامل دي.
په دې خبرپاڼه کې ټینګار سوی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول سي.
د ملګرو ملتونو په بنسټ کې د افغانستان استازولۍ همدارنګه د بشري مرستو بشپړ، خوندي او بېخنډه لاسرسي پر اړتیا ټینګار کړی او د مرستندویو چارو کې د ښځینه کارکوونکو د مانا لرونکې ونډې غوښتنه یې کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې همدارنګه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو، انجونو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو د درناوي پر اړتیا ټینګار سوي دي.



