د طالبانو مشر: د یووالي د ساتلو لپاره د لوحو څخه د ژبو له منځه وړل منع دي

د طالبانو مشر د یوې نوې فرمان په صادرولو سره اعلان وکړ چې د څو ژبنیو لوحو څخه د ژبو له منځه وړل د اتحاد د ساتنې لپاره منع دي.
د طالبانو مشر: د یووالي د ساتلو لپاره د لوحو څخه د ژبو له منځه وړل منع دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو مشر، د هېواد په شمالي سیمو کې خپلو والیانو ته لارښوونه کړې چې د همغږۍ د ساتنې په موخه د څو ژبنیو لوحو په بدلولو کې احتیاط وکړي او له هغو لوحو سره چې مخکې په پښتو، فارسي، ازبکي او نورو ژبو لیکل سوې وې، لاس‌وهڅې څخه ډډه وسي.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د ۲۴ دلو د جمعي په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا موضوع د شمال-لویدیځ سیمې د واليانو د همغږۍ په ناسته کې د میمنې په ښار کې مطرح سوې ده. د خبرپاڼې په بنسټ، د دې فرمان صادرېدل وروسته له هغه وسو چې مخکې په ځینو شمالي ولایتونو کې په لوحو کې بدلونونه رامنځته سوي وو.

طالبانو مخکې له دې د سمنګان او جوزجان ولایتونو د پوهنتونونو له لوحو څخه فارسي او ازبکي ژبې لیرې کړې وې؛ هغه اقدام چې په سیمه کې یي پراخ غبرګونونه او نیوکې راپورته کړي.

د فاریاب ولایت په مرکز ، میمنه کې د همغږۍ غونډه ، په بلخ کې د طالبانو د والي په مشرۍاو د شمال‌غربې سیمې د طالبانو د واليانو، د پولیسو قوماندانانو او د دې ډلې د امنیتي مسؤلینو په ګډون ترسره سوه.

د خبرپاڼې له مخې، فضل ربیع فضلي، په بلخ کې د طالبانو د ولایتي دفتر مشر، د دې غونډې لومړی موضوع هغو کډوالو ته ځانګړی کړه چې تازه افغانستان ته ستانه سوي دي. د هغه په وینا، د حج او اوقافو ادارو په همکارۍ، د دې کډوالو د ماشومانو لپاره ديني او تربیوي زده‌کړو پروګرامونه په پام کې نیول سوي دي.

په دې غونډه کې د بلخ ولایت په مرکز کې د یوې لويې ښوونځي د جوړولو طرح هم وړاندې سوې، چې د طالبانو د مشر په تایید سره به د بیرته ستانه سوو کورنیو ماشومان پکښې زده‌کړې وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د یوې زر کسیزې پوځي قطعې د جوړېدو پر اړتیا په سیمه‌ییزه کچه ټینګار سوی او د اپیوم، چرس او نورو مخدره موادو د کرنې او قاچاق پر وړاندې د مبارزې موضوع هم وڅېړل سوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x