د طالبانو د کرنې وزیر: د کډوالو ايستنه د بشري ارزښتونو خلاف کړنه ده

عطاالله عمري، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان، څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر بهیر نیوکه وکړه او دا کړنه یې د بشري ارزښتونو او د انساني حقونو خلاف وګڼله .
د طالبانو د کرنې وزیر: د کډوالو ايستنه د بشري ارزښتونو خلاف کړنه ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ عطاالله عمري، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، په تازه څرګندونو کې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان، څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر بهیر اندېښنه څرګنده کړه او له دې هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان د وګړو سره د چلند په وخت کې بشري ارزښتونه مراعات کړي.

 د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د افغان کډوالو د ایستلو پر بهیر په ځانګړې توګه له پاکستان څخه نیوکه وکړه او دا کړنه یې د بشري ارزښتونو او د انساني حقونو خلاف وګڼله.

عطاالله عمري زیاته کړه چې د کډوالو د راستنېدو له پیل راهیسې له ۴.۵ میلیونو څخه زیات وګړي افغانستان ته راستانه سوي دي او د کډوالو سره د کوربه هېوادونو د ملاتړ او همکارۍ په اړتیا یې ټینګار وکړ .

په ورته وخت کې، کارپوهان په دې باور دي چې د افغانانو پراخه کډوالي یوازې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ایستلو پایله نه ده، بلکې ریښې یې د کورنیو ستونزو لکه فقر، بېکارۍ او ټولنیزو او سیاسي محدودیتونو سره تړاو لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x