د انرژۍ د زیربناوو د پیاوړتیا په اړه د کابل او تهران خبرې اترې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر او د ایران د نفتو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو مرستیال، د انرژۍ د زیربناوو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ او د نفتو او ګازو د صنایعو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د انرژۍ د زیربناوو د پیاوړتیا په اړه د کابل او تهران خبرې اترې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت رسنیز دفتر د تېرې شپې ناوخته (۲۳ دلو) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ایران د نفتو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو مرستیال، سید علي‌محمد موسوي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشر سید کریم هاشمي، د هغه له مرستیالانو او د دې ادارې له غړو سره لیدنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر د ایران د اسلامي انقلاب د بریا کلیزې په مبارکۍ ویلو سره، د سوداګرۍ او د نفتو او ګازو د صنایعو په برخه کې له ایران سره د افغانستان د خصوصي سکتور د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

په دې لیدنه کې، سید علي‌محمد موسوي هم د نفتو او ګازو په برخه کې د انرژۍ د زیربناوو د جوړولو او پیاوړتیا لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ. نوموړي همدارنګه افغانستان ته د سون توکو د صادراتو او ترانزیت په برخه کې د تهران د همکارۍ خبر ورکړ.

افغانستان د خپلو سون توکو د اړتیاوو لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران څخه، تأمینوي، او په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د همکاریو پراختیا د اقتصادي چارواکو د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x