د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په اړه د امریکا د سیاست جوړولو بهیر لا هم دوام لري

پاول کاپور، د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ، اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د امریکا د سیاست بیاکتنه او جوړول لا هم دوام لري او تر اوسه د دې د پای ته رسېدو لپاره مشخص مهالویش نه دی ټاکل سوي.

پاول کاپور دغه څرګندونې په یوه غیر رسمي غونډه کې د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د اورېدنې پر مهال وکړې او دا یې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې سیاست د اعلان د وخت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړې.

هغه وویل: هغه بیاکتنه چې تاسو ورته اشاره وکړه لا هم روانه ده او دا یو څو اداريزه لړۍ ده. نو په دې کې مختلفې برخې شاملې دي. زه دقیقاً نه پوهېږم چې مهالویش یا پلان یې څنګه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو دغه چارواکي زیاته کړه چې ژمن دی چې وروسته له دې چې پایلې بشپړې سي، د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټه او غړي یې د دې بیاکتنې د پایلو په اړه خبر کړي.

په ورته وخت کې، دونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، مخکې څو ځله د بایډن د حکومت له افغانستان څخه د ویرانونکې وتنې پایلې په اړه نیوکه کړی او ویلي یې و که هغه په واک کې وای، د وتلو بهیر به په بله توګه مدیریت سوی وای.

ټرمپ همدارنګه د امریکایي وسلو د پاتې کېدو په اړه نیوکه کړی او په تېرو وختونو کې له طالبانو غوښتنه کړې وه چې دغه وسلې امریکا ته بېرته وسپاري.

سره له دې ټولو نیوکو، تر اوسه د امریکا له خوا په رسمي توګه هېڅ پراخه او جامع سیاست د افغانستان په اړه نه دي اعلان سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x