د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د بریښنا شرکت او عزیزی ګروپ نن چهارشنبه په کابل کې د ۳۳۰ میګاواټه لمریزې او ۵۱۵ میګاواټه حرارتي بریښنا د تولید لپاره تړون لاسلیک کړ.
عبدالحق همکار، د طالبانو د بریښنا شرکت مشر، وویل چې دغه پروژې به په کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه میګاواټه ساعته بریښنا تولید کړي.
د هغه په وینا دغه طرحې د کابل په نغلو سیمه کې ۱۰۰ میګاواټه لمریزې بریښنا، د پروان ولایت په باریکاب کې ۱۰۰ میګاواټه لمریزې بریښنا، په غزني کې ۱۳۰ میګاواټه لمریزې بریښنا، د بغلان په سیمه کې ۳۵۰ میګاواټه د سکرو د حرارتي بریښنا او د تخار په سیمه کې ۱۶۵ میګاواټه د سکرو د حرارتي بریښنا تولید شامل دي .
همکار وویل چې د دې پروژو د پلي کولو لګښت شاوخوا ۴۶۳ میلیونه ډالره اټکل سوی او د عزیزی ګروپ لخوا تمویل او پلي کیږي.
هغه زیاته کړه چې د لمریزې بریښنا پروژې به په دوه کلونو او د سکرو د حرارتي بریښنا پروژې به د دوه نیم څخه تر درې کلونو پورې بشپړې سي.
همدارنګه، هغه ټینګار وکړ چې د دې پروژو په عملی کېدو سره به زرګونو کسانو ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د کار فرصتونه برابر سي.
میرویس عزیزی، د عزیزی ګروپ مشر، هم په دې مراسمو کې وویل چې د دې پروژو لپاره د اړتیا وړ تجهیزات له مخکې څخه اخیستل سوي دي. خو د بریښنا شرکت او عزیزی ګروپ د دې طرحو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اړتیا وړ بریښنا لویه برخه اوس مهال د وارداتو له لارې تأمینېږي.



